خوست ولایت کې لسو مجرمينو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او صبریو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون لسو کسانو ته د زنا او لواطت په تور او د کوره د تېښتې، تهديد او نامشروع اړيکو په جرمونو په ۲۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
جزا دېوان او ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې شپږ تنه پر ۲-۲ کاله تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ دُرو تعزیري سزا، درې تنه پر ۳ـ ۳ کاله تنفیذي او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او وروستی کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته د تعزیري سزا تطبيق د ګټو او ټولنې د اصلاح په موخه هر اړخېزې خبرې وکړې.
یادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبيق شوې.