خوست ولایت کې لسو مجرمينو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۳۱
خوست ولایت کې لسو مجرمينو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او صبریو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون لسو کسانو ته د زنا او لواطت په تور او د کوره د تېښتې، تهديد او نامشروع اړيکو په جرمونو په ۲۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
جزا دېوان او ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې شپږ تنه پر ۲-۲ کاله تنفیذي بند او  ۳۹- ۳۹ دُرو تعزیري سزا، درې تنه پر ۳ـ ۳ کاله تنفیذي او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او وروستی کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته د تعزیري سزا تطبيق د ګټو او ټولنې د اصلاح په موخه هر اړخېزې خبرې وکړې.
یادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبيق شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولایت پروان تطبیق شد

به اساس فیصله محکمه ابتدائیه ولسوالی بگرام ولایت پروان بالای دو تن (یک مرد و یک زن) که متهم بر فعل زنا بودند؛ به تاریخ ۲۱/ ٧/ ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محکمه ابتدائيه متهمین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۴۴
Background image

محاکم ولايات باميان و تخار طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۵۶۴) دوسیه، به تعداد (۳۶۸) قطعه وثایق نیز اجرا نموده است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايات باميان و تخار، دواوين محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش هاى حقوقى،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۶:۳۰
Background image

رئیس جدید التقرر محکمۀ نظامی زون کندز برای مسؤولین و منسوبین آن محکمه معرفی شد

محترم مولوی عبدالهادی (همت) رئیس جدید التقرر محکمۀ نظامی زون کندز و محترم مولوی یار پادشاه قاضی محکمۀ نظامی زون کندز به تاریخ 14/7/1446 هـ ق، از محترم مولوی نورمحمد(نوری) رئیس عمومی. . .

بازگشت به اخبار