د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان ياد متهمين په يو ـ یو کال او شپږ ـ شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.