د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د(۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د1402هـ ش مالي کال لپاره د بلو ګلاسي ساختماني شرکت سره چې د جواز شمېره یې (32872-D ) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په حاجي یعقوب څلورلاري کې موقعیت لري، د (1235000) یو میلیون او دوه سوه پنځه دیرش زره افغانیو په قیمت دکابل ولایت د مرافعه محکمې د یو پوړیزه او دوه پوړیزه ودانیو د بنسټیز ترمیم او رنګمالۍ قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (7) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي .
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements