د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲مې فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د صفت الله رحمتي لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره(۲۰۶ـ۰۷D-) ده او مرکزي دفتر یې د هلمند ولایت په مرکز کې موقعیت لري، د (۷۶۱۰۰۰) اوه سوه یوشپیته زره افغانیو په قېمت د (۹) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.