د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال لپاره د منتظر برادران تجارتي شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۲۱۷۲۹) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په اتمه ناحیه کارته نو کې موقعیت لري؛ د درې میلیون او دوه سوه زره(۳۲۰۰۰۰۰ ) افغانۍ په قېمت سره د بدخشان، تخار او دایکنډي ولایتونو د محاکمو لپاره د درې عراده موټرونو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو له مخې کولا شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

Latest announcements

سبت, أكتوبر 19 2024 10:52 صباحا
Background image

رسالة التعزیة 

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}

{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي . . .

اثنين, نوفمبر 06 2023 10:48 صباحا
Background image

بيان المحكمة العليا في الإمارة الإسلامية بشأن الهجمات الوحشية الجوية والبرية والفظائع التي ترتكبها الاحتلال الصهيوني في فلسطين

 

تعرض المسلمون المظلومون في فلسطين لعقود عديدة الهجمات الوحشية من الاحتلال الصهيوني. وقد استشهد آلاف من الرجال والنساء والأطفال الفلسطينيين، بينما أصيب العديد بإصابات بالغة. وذلك في الوقت الذي . . .

Back to announcements