د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه
د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې مدني دېوان رئيس مولوي عبدالصمد (فیاض) او عامه امنيت عضو محرر مولوي محب الله (صمیم) په ملتیا، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې د ۱۸ مه څخه تر ۲۵ مې نېټې د یاد ولايت دایمیرداد، مرکز بهسود، حصه اول، جغتو، چک او سیدآباد ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي د یادو محاکمو له رئیسانو او قضائي غړو سره وکتل؛ ورپسې د یادو محاکمو قضائي او اداري چارې وکتلې او د لا ښه والي په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمه رئيس ټولو مسؤولینو ته له مراجعینو سره د ښه سلوک، غوره اخلاقو، صبر، استقامت او متحدالمآلونو د عملي کولو په اړه لازمې توصيې وکړې وویل، موږ او تاسو د متحدالمآلونو په عملي کولو مکلف یو، لومړی يې باید په ځان او بیا يې په نورو عملي کړو.
