د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳۹
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې مدني دېوان رئيس مولوي عبدالصمد (فیاض) او عامه امنيت عضو محرر مولوي محب الله (صمیم) په ملتیا، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې د ۱۸ مه څخه تر ۲۵ مې نېټې د یاد ولايت دایمیرداد، مرکز بهسود، حصه اول، جغتو، چک او سیدآباد ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي د یادو محاکمو له رئیسانو او قضائي غړو سره وکتل؛ ورپسې د یادو محاکمو قضائي او اداري چارې وکتلې او د لا ښه والي په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمه رئيس ټولو مسؤولینو ته له مراجعینو سره د ښه سلوک، غوره اخلاقو، صبر، استقامت او متحدالمآلونو د عملي کولو په اړه لازمې توصيې وکړې وویل، موږ او تاسو د متحدالمآلونو په عملي کولو مکلف یو، لومړی يې باید په ځان او بیا يې په نورو عملي کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/. . .

بیا په خبرونو کی