په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو میاشتو تنفيذي بند او ۲۰ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته په عام محضر کې پر مجرمينو تطبيق شوه.
