په پکتيکا ولايت کې دوو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۶:۲۷
په پکتيکا ولايت کې دوو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت د خيرکوټ او جانيخېل ولسواليو د ابتدائيه محاکمو د پرېکړو له مخې يو کس ته د لواطت په تور او بل کس ته ديني شعايرو او اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په جرم د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محاکمو د یادو کسانو له ډلې، متهم پر شپږ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو او مجرم پر اته میاشتې تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

بیا په خبرونو کی