د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۹۹) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۹۹) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۷۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۴) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
