د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «خنجرخېلو» په کلي کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو کورنیو ترمنځ مخالفتونه او دښمني رامنځته شوې وه.
دغه قضیه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت سره وڅېړل شوه؛ د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د دواړو لوریو لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ په دغه غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به دواړه کورنۍ په پوره امن او سوله کې ژوند کوي او لس کلنه پخوانۍ موضوع یې په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د دغه اقدام مننه او ستاینه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی