د هرات ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۴۸
د هرات ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي علي گل (حمیدي) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د نظامي محکمې، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو، د علماوو شورا، حج او اوقافو او پوهنې ریاستونو د استازو په ګډون، په ۲۷ /۴ /۱۴۴۷۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د رؤیت هلال هیئت ټولو راغلو غړو ته ښه راغلاست ووایه او د سترې محکمې د (‎۸ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې (۵۴۷/ ۳۸۲) ګڼه متحدالمآل يې تشرېح کړ.
نوموړي ‎ټینګار وکړ، چې د رؤیت هلال هیئت ټول غړي باید د دغه هیئت په میاشتنیو ناستو کې ګډون وکړي او ټول دې دغه برخې ته جدي توجه وکړي.
محترم مولوی علي گل (حمیدي) د رؤیت هلال هیئت ټولو غړو ته وویل، چې تاسې باید د ولسوالۍ د رؤیت هلال هیئت ته جدي ټینګار وکړئ، چې په هره میاشت کې باید د دغه هیئت په ناستو کې ګډون ولري.
په پای کې د رؤیت هلال هیئت ټولو غړو ژمنه وکړه، چې ستاسې ټولې سپارښتنې به عملي کوو او پر خپل وخت به د رؤیت هلال هيئت په ناستو کې ګډون کوو.
غونډه د علماوو شورا د استازي له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی