د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو د دغه ولايت د قوماندانۍ له نظارت‌خونې څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۹
د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو د دغه ولايت د قوماندانۍ له نظارت‌خونې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) د دېوانونو رئیسانو په ملتیا، په ۲۳/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ له نظارت‌خونې څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د ليدنې په پيل کې له توقیف لاندې کسانو سره وکتل او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (244/582) ګڼې، (1 /2 /1448هـ ق) حکم مطابق هغه کسان، چې د خوشي کولو وړ وو، له نظارت‌خونې څخه خوشي شول او هغه کسان، چې د خوشی کولو وړ نه وو؛ د نظارت‌خونې مسئولینو ته یې په اړه لارښوونه وشوه، چې ژر تر ژره يې دوسیې اړوند محکمې ته وسپارئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی