په محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۵۸
په محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه

د سترې محکمې په اړوند ماتحت محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه پرون چهارشنبه (۳/۱۲/۱۴۴۷هـ ق) نېټه له (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب، د مرکزي ریاستونو د رئیسانو او نورو مسؤولینو په حضور کې، تحریري آزموینه واخیستل شوه.

د یادې آزموینې پیل د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو وشو، ورپسې د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب د آزموینې ګډونوالو ته وینا وکړه وویل، د دې آزموینې عمده موخه داده، چې د اسلامي نظام په قضائي برخه کې د افتاء او قضائي تحریر مسلکي او وړ کسان جذب او په خدمت وګمارل شي.

محترم شیخ سعید صاحب د آزموینې ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د امتحان بهیر بشپړ شفاف دی، په هېڅ صورت به د چا حق پکې ضایع نشي او په خالي ځایونو کې به هغه علماء کرام جذبېږي، چې په آزموینه کې یې لوړې نمرې اخیستې وي او خپله وړتیا یې ښودلې ده.

د آزموینې ګډونوالو په محاکمو کې د افتاء او قضائي تحریر د دغه خالي ځایونو په موخه د علماء کرامو له شارټ لېست، د آزموینې اخیستو له بهیر او په دغه پروسه کې له موجوده نظم او شفافیت څخه بشپړ رضایت څرګند کړ؛ د سترې محکمې له محترم عالي مقام څخه یې مننه وکړه، چې د ټول ملک علماء کرامو ته یې په قضاء برخه کې د خدمت په موخه د آزموینې دغه لوی فرصت برابر کړی و.

د یادونې وړ ده، چې سترې محکمې په محاکمو کې د افتاء او قضائي تحریر په برخه کې د خدمت لپاره په (۱۰/۱۱/۱۴۴۷هـ ق) نېټه له ټولو هغه علماء کرامو څخه چې پر شرایطو برابر وي، د نوم لیکنې غوښتنه وکړه، چې زرګونه علماء کرامو په یادو برخو کې د خدمت په موخه د آزادې سیالۍ لپاره نوم لیکنه کړې وه؛ د دوی له ډلې شاوخوا (۲۵۰۰) هغه علماء کرام چې تحصیلي او نور لازم اسناد یې پوره وو، د تحریري آزموینې لپاره شارټ لېست او په آزموینه کې د ګډون فرصت ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د روزګان ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت  عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

محاکم ولایت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثایق، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سمنګان طی دو هفته (از ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۳ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را. . .

بیا په خبرونو کی