د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۱۳
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد 

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز اړوند قوماندانۍ کې د دغه ریاست د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی (۱۰) ورځنی روزنیز سیمینار په ۱ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق  نېټه پای ته ورسېد.
د دغه سیمینار د اختتام په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دفتر عمومي مدیر محترم الحاج  مولوي خان محمد (مستغفر)، د تعلیمي مرکز قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي محمد ابراهیم (برهان) او یو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
محترم الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) د یادې ناستې ګډونوالو ته په وینا کې د ظرفیت لوړونې د دغه ډول سیمینارونو پر ارزښت تفصیلي خبرې وکړې او دغه سیمینارونه یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو، ورځینو چارو د چټکتیا او بهبود په برخه کې ډېر مهم یاد کړ.
د یادونې وړ ده، چې په یاد روزنیز سیمینار کې چې ‎د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شوی و؛ د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست (۵۹) اداري کارکوونکو ته د اداري او تأمیناتي، مخابرې، محاسبې او پلان اپراسیون برخو کې مسلکي زده کړې وړکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی