د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۲۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۰:۴۸
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۲۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ۱۶ / ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر   ۳۰ / ۱۱/ ۱۴۴۷ ھ ق نېټې پورې ( ۲۲۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

په يوه مياشت کې ( ۲۱۰ ) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په يوه مياشت کې ( ۷۹ ) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د زابل ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۲۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ۱۶ / ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر   ۳۰ / ۱۱/ ۱۴۴۷ ھ ق نېټې پورې ( ۲۲۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست یوه پلاوي د پنځو ولایتونو د نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه لیدنه او نظارت وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمن الدین (ایشان) يې غړيتوب. . .

بیا په خبرونو کی