د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۲۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ۱۶ / ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۱/ ۱۴۴۷ ھ ق نېټې پورې ( ۲۲۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې ( ۲۱۰ ) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې ( ۷۹ ) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
