د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو رئیس په مشرۍ د همغږۍ د تقویې غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۴۷
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو رئیس په مشرۍ د همغږۍ د تقویې غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس محترم حافظ نجیب الله (رفيع) په مشرۍ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۴مه نېټه، د یاد ریاست اړوند ټولو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو رئیس محترم حافظ نجیب الله (رفيع)، د ملکي محاکمو مرستیال مولوي مطیع الله (فاروقي)، اداري او تأمیناتي مرستیال قاري فریداحمد (همت)، د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
محترم ملا نجیب الله (رفيع) د ناستې ګډونوالو ته د اخلاص، د وخت د ارزښت، یووالي، مسؤولیت ته د ژمنتیا او نورو اړينو مواردو په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، د وخت ښه مدیریت مو د الهي مسؤولیتونو په اداء کولو کې مرسته کوي، د بې‌ګټې مصروفیتونو څخه ځانونه وساتئ، تر څو د مسؤولیت په ښه اداء کې پاتې رانشئ.
دغه راز نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ترسره کولو ټینګار وکړ وویل، هر څوک مسؤولیت لري چې په خپله اداره کې دغه چاره ترسره کړي، تر څو مو الهي مسؤولیت ادا او ټولنه مو له شر څخه په امان وي.
ورپسې د غونډې یو شمېر ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی