په لغمان ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۱
په لغمان ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت الینګار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او تښتولو په جرم، نن دوشنبه ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد مجرمين له شپږو میاشتو څخه تر نهه کاله پر تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي: 
۱ـ د مراجعينو (۳۳۳۰) عريضې یاد ریاست ته راغلې؛ د عالي مقام څخه له هدایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د لوګر، پروان، هلمند، پنجشېر، سمنګان او کابل ولایتونو مرافعه محاکمو په ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی