د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۳۹
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست لخوا د قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د ټاکل شوي هیئت په وړاندې (۳۶) عرادې وسایطو د لیلام اسناد د ریاست الوزراء عالي مقام له منظورۍ وروسته ترتیب او یاد وسایط لیلام ته وړاندې شول.
2.    په لومړۍ ربعه کې د مالیې وزارت د متحدالمآل او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د فرمان پر اساس، (۱۰۴) قضائي، اداري او خدماتي منسوبین چې د تقاعد مستحق وو؛ د اته سلنه تقاعد سهمیه ورکړل شوه.
3.    په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د روغتیایي کلینیکونو لخوا (۳۲۸۲) مجاهدینو او اداري کارکوونکو ته د لابراتواري معایناتو، زرقیاتو، سیروم، اکسېجن تراپي او زړه ګراف په برخو کې طبي خدمات وړاندې شوي دي.
4.    په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې د اړتیا وړ (۵۸۵) قطعې معاشونه او مصرفي حوالې اجرا او مالیې وزارت ته لېږل شوې دي.
5.    په لومړۍ ربعه کې د ساختماني چارو په برخه کې د کابل ولایت د اوومې حوزې اړوند د وثايقو ودانۍ د اساسي جوړښت او د ابتدائيه محاکمو ګڼ شمېر ودانیزې پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې؛ چې په کې د فلزي الماریو او زرهې دروازو جوړول، د سولري انرژۍ سیستمونه، د موټرو تم ځایونه، د اوبو رسونې سیستمونو جوړول، د جومات او نورو لازمو ودانیو جوړول، د څښاک اوبو د تصفیې خونې، د ژورې څاه کېندل او د قاضیانو استوګنې کورونه شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی