د سترې محکمې مرکزي تميز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۲۲
د سترې محکمې مرکزي تميز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د مرکزي تمیز عالي ریاست ته له محاکمو او بېلا بېلو مرکزي او ولایتي ادارو څخه (۱۲۳۸) رسمي مکتوبونه راغلي، چې تر اجراآتو وروسته بېرته اړوند مراجعو ته لېږل شوي دي.
۲ـ په لومړۍ ربعه کې د مرکزي تمیز عالي ریاست ته (۲۳۳۸) دوسیې را لېږل شوې؛ له دې جملې څخه (۷۱۱) د ځانګړو محاکمو دوسیې (د تېرې ادارې د فیصلو په تړاو د قضائي هیئت لخوا) دي، چې (۱۵۰) دوسیې تائيد، (۲۵۵) دوسیې نقض او (۱۳۵) دوسیې مستردې شوې دي. 
۳ـ په لومړۍ ربعه کې (۱۶۲۷) دوسیې له اړونده مراجعو څخه د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست ته راغلې، له دې جملې څخه (۸۸۵) دوسیې د تمیز غوښتنې په موخه پنځه ګونو دېوانونو ته، (۲۵۰) حقوقي دوسیې، (۸۸) جزائي دوسیې او (۴۰۴) متفرقه دوسیې محاکمو او اړوند مرکزي او ولایتي ادارو ته د اجراآتو لپاره لېږل شوې دي.
۴ـ په لومړۍ ربعه کې (۲۵۵۱) عريضې یاد ریاست ته راغلې؛ چې له دې جملې څخه (۱۶۱۶) عريضې تر احکامو وروسته عارضینو ته تسلیم شوې، (۷۳۴) عريضې مستردې شوې او (۲۰۱) عريضې د اصحاب دعوې له دوسیو سره یو ځای شوې دي.
۶ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست پنځو دېوانونو رئیسانو لخوا (۴۱۴) دوسیې د مشورې په موخه د مرکزي تمیز له رئیس سره شریکې شوې؛ له دې جملې څخه (۳۷۲) دوسیې تائید، (۴۲) دوسیې مستردې او د شرعي او قانوني فیصلو په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی