د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ (۱۷) کلنه دښمني پای ته ورسېده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۳:۵۱
د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ (۱۷) کلنه دښمني پای ته ورسېده

د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب په ۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د عمدي قتل له امله رامنځته شوې (۱۷) کلنه دښمني د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، وروسته د مسؤولينو په هڅو دواړه لوري سولې ته ترغیب شول او دوی هم قبوله کړه.
د مسؤولينو په هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب یاده موضوع رسماً پای ته ورسېده او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۲۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (. . .

بیا په خبرونو کی