د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو (۴۷) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۲
د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو (۴۷) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب او د مصلحينو په منځګړيتوب، (۴۷) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۲/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع (۴۷) کاله مخکې د کونړ ولايت په غازي‌آباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه؛ چې ابتدائیه محکمې ته له راجع کېدو وروسته يې موضوع سلسلتاً د مرافعه محکمې جزا دېوان ته راغله.
ورپسې د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو او د مصلحينو په منځګړیتوب دواړو طرفونو سولې ته غاړه کېښوده؛ موضوع يې حل او شته دښمني يې رسماً په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوه کس ته د لواطت په تور؛ په ۲۲ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ښاري ابتدائیه، اتو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او محبس څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني)؛ د مرافعه محکمې مدني دېوان رئيس مولوي عبدالصمد (فیاض) او عامه امنيت دېوان محرر په ملتيا، په ۱۰/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو (۴۷) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب او د مصلحينو په منځګړيتوب، (۴۷) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۲/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع (۴۷) کاله. . .

بیا په خبرونو کی