د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو (۴۷) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د کونړ ولايت مرافعه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب او د مصلحينو په منځګړيتوب، (۴۷) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۲/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع (۴۷) کاله مخکې د کونړ ولايت په غازيآباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه؛ چې ابتدائیه محکمې ته له راجع کېدو وروسته يې موضوع سلسلتاً د مرافعه محکمې جزا دېوان ته راغله.
ورپسې د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو او د مصلحينو په منځګړیتوب دواړو طرفونو سولې ته غاړه کېښوده؛ موضوع يې حل او شته دښمني يې رسماً په دوستۍ بدله شوه.
