د بلخ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۵۳
د بلخ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د بلخ ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان  رئیس مولوي عبدالسلام (مظهري) يې ملتیا کوله، په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یادو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې له قضائي او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه؛ پر یو شمېر اړینو موضوعاتو یې خبرې وکړې او په ځینو برخو کې یې ورته لازمې لارښوونې او هدایات وکړل.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د دوی شته ستونزې واورېدې او له ځان سره يې یادداشت کړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي د ابتدائیه محاکمو ټولې قضائي او اداري چارې وارزولې، چې الحمدلله چارې يې د شریعت او اصولو په رڼا کې ترسره کېدې او د لا ښه‌والي په موخه لازمې مشورې ورکړل شوې.
د مرافعه محکمې رئيس پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او ټينګار وشو چې د محکمې او نورو ارګانونو ترمنځ دې د همغږۍ مجلسونه وخت پر وخت جوړېږي، ستاسو پر وخت همکاري د مسؤولیت ښه سرته رسولو او د قضائي خدمتونو د دوام تضمین دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۳۱
Background image

په روزګان ولایت کې د نظامي محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د نظامي محکمې څانګې د مسؤولینو په ډېرو هڅو ددغه ولایت په چوري ولسوالۍ کې؛ په ۱۴۴۷/۴/۲۷هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
په یاده موضوع کې يو ملکي کس په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

محاکم ولايت پروان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۶۸) دوسیه، به تعداد (۱۶۷) قطعه وثایق نیز اجرا نموده است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت پروان، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۳/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق الى ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۳۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۷۷). . .

بیا په خبرونو کی