د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۰۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۳۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۳
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۰۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۳۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۶۰۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۳۳) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۲۲۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۶۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۳) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په کونړ ولایت کې (۱۷) مجرمینو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولایت د محاکمو د پرېکړو په اساس (۱۷) کسانو ته د نېشه‌يي توکو د استعمال په جرم او لواطت په تور، نن یکشنبه (۳۰ /۶ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټه د مرافعه محکمې د رئیس او د محاکمو او نورو امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره غونډه وکړه

د زابل ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالجليل (سفیان)؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند ټولو مسؤولينو او د ټولو ابتدائيه محاکمو رئیسانو او قضائي غړو ګډون سره په ۱۲/ ۶/ ۱۴۴۷. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د هغه وړاندیز په اساس چې د کابل ښاروالۍ عمومي ریاست. . .

بیا په خبرونو کی