د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بغلان ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۳۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بغلان ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي فيض الرحمن (نثار) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي کمال الدين (متقي) او مولوي مطیع الحق (اصف) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۲۷ مه نېټه د بغلان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د بغلان ولايت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د زندان اړوند ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د بغلان ولایت د (۱۵) ولسوالیو له ابتدائیه، ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، مخزن، حقوقو آمريت، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت له ځينو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د هرات ولایت حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولايت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې له (۱ /۳/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/  ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني)؛ د جزا دېوان مفتي محمد سليم (صهيب) په ملتيا، په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دغه ولايت له عمومي زندان څخه نظارت او ليدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت اړوند له ټولو محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې له ۴ مې تر ۹ مې نېټې، د یاد ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو،. . .

بیا په خبرونو کی