د ننګرهار مرافعه محکمې مرستيال د حقوقو، وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن امریتونو منسوبینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۴۶
د ننګرهار مرافعه محکمې مرستيال د حقوقو، وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن امریتونو منسوبینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي امان الله (حقاني) او ورسره مل پلاوي په ۲۸/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت د حقوقو، اسنادو د ثبت، وثایقو او مخزن آمریتونو څخه د لیدنې پر مهال د یادو امریتونو منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې د تېر په څېر له مراجعینو سره غوره چلند کوئ.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې مرستيال د یادو آمریتونو له اندراجونو، صادرې، رسیداتو او د عرايضو له کتابونو څخه نظارت وکړ.
ورپسې نوموړي مسؤولينو ته سپارښتنه وکړه چې خپل لارښود په ښه ډول تطبیق کړئ، اداري کارکوونکي يې خپلو دندو ته متوجې کړل، تر څو د دنیوي او اخروي مسؤولیت په نظر کې نیولو سره خپل کارونه په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسوي او د الله تعالی (جل جلاله) رضاء حاصله کړي.
دغه راز د مرافعه محکمې مرستيال د یادو امریتونو اړوند مسؤولینو ته وویل، له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او خپلې چارې پر وخت اجرا کړئ، د خپلو آمرینو اطاعت کوئ؛ ځکه د اسلامي نظام بقاء د آمر په اطاعت کې ده.
د مرافعه محکمې مرستيال د اداري کارکوونکو پر دندو او صلاحیتونو خبرې وکړې او هغوی ته يې په خطاب کې وویل، د یو او بل پر دندو کې مداخله مه کوئ، په رسمي وخت کې خپلو دندو ته ځانونه حاضر کړئ، کوم اصول او تعلیماتنامې چې محاکمو ته په واک کې ورکړل شوې باید په ښه ډول تطبیق شي.
په وروستيو کې د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې او نظریات شریک کړل او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی