د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۱
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۲۰۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۶۹) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۰۸) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳
Background image

د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

 د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، (۴۰) کاله مخکې رامنځته شوې د ځمکې پر سر حقوقي موضوع په ۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

بیا په خبرونو کی