خوست ولایت کې (۱۱) مجرمینو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۳:۴۵
خوست ولایت کې (۱۱) مجرمینو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون درېيو کسانو ته د زنا په تور او د دوو ښځو په ګډون اته کسانو ته د نامشروع اړیکو، د شعائرالله توهین، رشوت او دروغ راپور ورکولو په جرمونو؛ په ۱۲/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان له دوو تر پنځو کالو پر تنفيذي بند او له ۳۵ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوې.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي غړو، نظامي منسوبینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی