د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۴
د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۲۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې د (۵۰) حقوقي دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې د (۷۵) جزائي دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی