د خوست، سرپل او دايکنډي ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۹۶) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۶
د خوست، سرپل او دايکنډي ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۹۶) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست، سرپل او دايکنډي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۹۶) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د خوست، سرپل او دايکنډي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۴۶) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۵۹) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۴۲) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۳) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۳۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د خوست، سرپل او دايکنډي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۰) دوسيې تطبيق شوې، (۵) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۷) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۸) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی