د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د زندانونو چارو سمون عمومي رياست او د ماشومانو د ښوونې او روزنې له آمريت څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۲:۱
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د زندانونو چارو سمون عمومي رياست او د ماشومانو د ښوونې او روزنې له آمريت څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشادآخندزاده) د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي امین (ګلاب) او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر نورالرحمن (رحماني) په ملتيا، په ١٤٤٦/٨/٢ هـ ق نېټه د ياد ولایت د زندانونو چارو سمون عمومي ریاست او د ماشومانو د ښوونې او روزنې له آمریت څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس د زندان له مسؤولینو سره وکتل، ورپسې يې د بنديانو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې هر اړخيزې سپارښتنې وکړې وویل، تاسې زموږ وروڼه یاست، په بندخونو کې له اوسېدو څخه پند واخلئ، تېروتنې مو اصلاح کړئ او په راتلونکي کې له داسې تېروتنو څخه ډډه وکړئ.
نوموړي بنديانو ته د صورت او سیرت د جوړونې، عاجزۍ، عبادت او دعاوو کولو لارښوونې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د دوی هر ډول ستونزو ته به د شریعت او اصولو په چوکاټ کې رسېدنه کېږي. 
ورپسې د مرافعه محکمې رئيس مسؤولينو ته په خطاب کې وويل، په خپل منځ کې همغږي ولرئ، چارې مو په شفاف ډول پر مخ وړئ، له بندیانو سره غوره چلند کوئ، هغه بندیان چې روغتیايي حالت يې ښه نه وي، په ټاکلي وخت روغتیايي مرکزونو ته ور معرفي او درملنه يې وکړئ، پر ماتحت کارکوونکو شفقت کوئ او چارې یې له نږدې څارئ.
د ليدنې په پای کې د زندانونو چارو رئیس مولوي سهیل (سعید) د مرافعه محکمې رئيس ته د بنديانو د قضیو، دوسیو، عقیدتي او حرفوي زدکړو، اسانتیاوو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې څرګند کړ، چې ټولې لارښوونې به عملي کوو او خپلې چارې به په پوره رښتينولۍ ترسره کوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی