د کابل، زابل او فاریاب ولایتونو د حقوقو ادارو په یوه میاشت کې (۵۲۰۹) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲
د کابل، زابل او فاریاب ولایتونو د حقوقو ادارو په یوه میاشت کې (۵۲۰۹) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل د حقوقو ریاست، د زابل او فاریاب ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۵۲۰۹) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د کابل د حقوقو ریاست، زابل او فاریاب ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۵۳۲) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۴۹۷) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۹۳۸) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۳۵) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۹۶۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د کابل حقوقو ریاست، زابل او فاریاب ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۶۷۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۳۱) دوسيې تطبيق شوې، (۴۷۴) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۴۵۲) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۲۰) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

بیا په خبرونو کی