د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د رئیس په مشرۍ د دېوانونو د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۲
د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د رئیس په مشرۍ د دېوانونو د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف «حقاني» په مشرۍ چې د پنځه ګونو دېوانونو رئیسانو په کې ګډون درلود، په ۱۱/شعبان المعظم/ 1446هـ ق د مرکزي تمیز عالي ریاست کې اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې محترم محمد شریف «حقاني» د اسلامي شریعت د احکامو، د اسلامي امارت د اصولو او لوایحو د تطبیق، د مراجعینو دوسیو ته د رسېدنې بهیر د چټکتیا او نورو اړوند موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس دغه ډول غونډې د چارو د چټکتیا، د  مراجعینو دوسیو ته پر وخت د رسېدنې، د مرکزي تمیز عالي ریاست د پنځه ګونو دېوانونو مسؤولینو لخوا د تېرو او اوسنیو اجراآتو اړوند معلوماتو شریکولو او دغه راز د مراجعینو دوسیو ته د رسېدو بهیر د تقویې لپاره مهمې وبللې.
په دې سربېره د مرکزي تمیز عالي ریاست د پنځه ګونو دېوانونو رئیسانو او نورو ګډونوالو د غونډې اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې وویل، زموږ هڅه دا ده چې د محمدي شریعت د احکامو او د اسلامي امارت د محاکمو د اصولو په رڼا کې د مراجعینو ټولې قضیې په ټاکلي وخت حل او فصل کړو، ترڅو حق یې حقدار ته وسپارو.
دغه راز په غونډه کې د اجنډا اړوند موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د مرکزي تمیز عالي ریاست اړوند دېوانونو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو خپل اجراآت د تصویب شویو موضوعاتو مطابق عیار کړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۸
Background image

د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات په هدایت  له زندانونو څخه (٧٥٢١) بندیان خوشي یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې عالي مقام په هدایت د ملک له زندانونو څخه د یوه مؤظف پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، (٣٢٠٤) مستحقو زندانیانو ته عفوه وشوه او (٤٣١٧) نورو ته چې د تخفیف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اوومې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

بیا په خبرونو کی