د نورستان ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۲۵
د نورستان ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قاضيانو او د مرافعه او ښاري محاکمو د منسوبينو په ګډون په ۱۴۴۶/۷/۱۴ هـ ق نېټه د همغږۍ ناسته وشوه.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته هر اړخيزه وینا وکړه وويل، حاضرۍ ته بايد پاملرنه وشي، په هره برخه کې دې اصول مراعات شي، قضایاوو او دوسيو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
د غونډې په دوام ګډونوالو او قاضي صاحبانو په خپل وار د موضوعاتو اړوند هر اړخيزې خبرې وکړې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۲۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو له رئيسانو سره غونډه وکړه

 د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد)؛ د یاد ولايت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره په ۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون او امنیتي حوزو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون عمومي رئیس محترم مفتي محمد عرفان (الهام) په مشرۍ؛ د یاد زون اړوند د جزا او امنیت عامه دېوانونو رئیسانو، د دویم زون اړوند امنیتي حوزو آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی