د خوست او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۲۸۴) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۲۸۴) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د خوست او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۱۹) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۹۳) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۵۴) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۰) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۲) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرضپاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د خوست او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۶۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۳) دوسيې تطبيق شوې، (۱۳) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۷) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.