په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۹
په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۷/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محمکې او ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولینو، مراجعينو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د تعزیري سزا له تطبیق وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی