د غور ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۲۳۸) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۲۳۸) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۵۳) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۶۶) عرضپاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۷۱) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۲) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرضپاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۸۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۰) دوسيې تطبيق شوې، (۱) دوسيه محاکمو ته لېږل شوې، (۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.