د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۲۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې د ۱۶ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۴۱) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۳۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.