د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي سخیداد (ابوالتقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو، د نظامي محکمې اداري او خدماتي کارکوونکو او د امنیتي قطعې مسؤولينو په ګډون په ۱۹/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس، مولوي محمد (رهنما) د دعوت او ارشاد آمريت د آمر په توګه معرفي کړ او سپارښتنه يې ورته وکړه چې خپله دنده د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو سره سم په پوره صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي او ټولو مجاهدینو او اداري کارکوونکو ته دې په ټاکلي وخت تدریس کوي. 
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس له مجاهدینو او اداري کارکوونکو وغوښتل چې درسونو ته په ټاکلي وخت حاضر شي او د سترې محکمې د عالي مقام د دعوت ارشاد رياست د ۱۹مادې سره سم درسي نصاب پر مخ يوسي.
د غونډی په پای کې ګډونوالو د دعوت او ارشاد آمریت د کار پر پیلېدو خوښي وښوده او غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی