د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۳۹
د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د مرافعه محکمې د رئيس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۹/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په مست کلي کې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په دې موخه غونډه چې په یوسف خېلو ولسوالي کې جوړه شوې وه؛ د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)، امنیه قوماندان مولوي محمد شریف (حلیمي)، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مختاري)، د مدني او عامه حقوقو دېوان رئيس مولوي عبدالله (فیاض)، د تحریراتو آمر احسان الله (احمدي)، يو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ تللي پلاوي د مقتول وارثينو ته دعاء وکړه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس او امنیه قوماندان خبرې وکړې. 
د مرافعه محکمې رئيس د بخښنې د ګټو او ثواب په اړه بیان وکړ، د یادې غونډې له علماء کرامو او  قومي مشرانو څخه یې مننه وکړه او د يووالي اړوند یې خلکو ته نېکې توصیې وکړې.
د غونډې په پای کې د مقتول پلار او وارثينو د قاتل کورنۍ ته بخښنه وکړه او د محاکمو له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.
 غونډه د مرافعه محکمې د رئيس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۹۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۶۹۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۹
Background image

د سترې محکمې د جنوب‌ لويدېځ زون قضائي مرستیال زابل ولايت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جنوب‌ لويدېځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب؛ په ۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق د خپلو کاري سفرونو په لړ کې زابل ولایت ته یو ورځنی سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې قضائي. . .

بیا په خبرونو کی