د ننګرهار محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۰:۳۵
د ننګرهار محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۲/۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۴۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۴۵) وثيقې یې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۵۸) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۱۸) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۲) دوسیې فیصله شوې،(۲۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۴۵) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)؛ په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي عبدالستار (حماس)، د غصب شويو ځمکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار، فاریاب او کونړ ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۸۸۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار، فاریاب او کونړ ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۸۸۳) عرض‌پاڼو او دوسيو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۳۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۸ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۲۳۹) دوسيو. . .

بیا په خبرونو کی