د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۳
د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)؛ په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي عبدالستار (حماس)، د غصب شويو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي عبدالستار (محمد) سره لیدنه وکړه.
ليدنه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د کرنې رئیس په خپلو خبرو کې محاکم د اسلامي نظام یو مهم ارګان یاد کړ، د غصب د مخنیوی یاد پلاوي د مسؤولیتونو په اړه یې رڼا واچوله او په اړوند چارو کې یې د تېر په څېر د محاکمو د ښې همغږۍ د دوام غوښتنه وکړه.
دغه راز د عدلیې رئیس په خپله وینا کې د لا ښې همغږۍ په موخه یاده ناسته مهمه وبلله.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس د اصولي همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ وویل، د لغمان ولایت اړوند ټولو محاکمو ته به بیا هدایت وکړي چې له اړوند ادارو سره په چارو کې لازمه اصولي همغږي کوي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

بیا په خبرونو کی