د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس له ښاري ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۱:۴۴
د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس له ښاري ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي امین الله (منیب) په ۲۴/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د تحريراتو د آمر په ملتيا د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان له الف جز څخه ليدنه او نظارت وکړ.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائيه محکمې له رئيس، قضائي او اداري منسوبینو سره پر یو شمېر ګډو او مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام د یادې محکمې قضائي او اداري اجراآت وکتل شول، د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه ورته د مرافعه محکمې د رئيس لخوا لازم هدایات وشول.
دغه راز محترم مولوي امین الله (منیب) د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولينو ته توصیه وکړه چې په چارو کې همغږي لا تقویه کړي، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د محاکمو ټولو اصولو ته بشپړ پابند پاته شي.
د لیدنې په پای کې د یادې محکمې ضروریات واورېدل شول او مسؤولینو ته یې د یادو ضروریاتو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی