کندهار ولایت کې پر درې متهمينو د تعزیري سزا حکم تطبيق شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۴۰
کندهار ولایت کې پر درې متهمينو د تعزیري سزا حکم تطبيق شو

په ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د کندهار زون د نظامي محکمې د پرېکړې له مخې پر درې تنو متهمينو باندې د تعزيري سزا حکم تطبيق شو.

د کندهار زون د نظامي محکمې د پرېکړې په اساس د یادو درېیو متهمينو له جملې څخه يو متهم پر (۱۷) کاله تنفيذي بند او (۳۹) دُرو، دويم متهم پر (۵) کاله تنفيذي بند او (۳۰) دُرو او درېيم کس پر (۱۰) کاله تنفيذي بند محکوم شوی و، چې پر يادو متهمينو دغه حکم تطبيق شو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

د کاپيسا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي سراج الدین (راشد) او د حقوقو آمر مولوي محمد فرویز (انس) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۶۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

بیا په خبرونو کی