د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په غزني ولایت کې په دوو تنو قاتلينو باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۵
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په غزني ولایت کې په دوو تنو قاتلينو باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)

ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.

و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ - إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (۳۳) الاسراء

 او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.

نن ورځ د غزني ولایت په مرکز کې په دوو تنو قاتلينو باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبيق کړل شو.

دغه دوه تنه قاتلين چې د بېلا - بېلو پېښو له امله  د قصاص حکم پرې صادر شوی و، شهرت يې په لاندې ډول سره دی:

لومړی قاتل سيد جمال ولد سيد محمود ولديت سيد رسول د ميدان وردګ ولايت، سيد آباد ولسوالۍ، د لوړې کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و، چې مقتول امير محمد ولد سلطان محمد ولديت خيرمحمد یې، چې د ميدان وردګ ولایت، سیدآباد ولسوالۍ، د لوړې کلي فعلي او اصلي اوسېدونکی و، په ۱۴۳۸ د ذوالحجې په ۱۰ مه نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و.

دوهم قاتل ګل خان ولد شاه ولي ولديت سيد جمال، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سليم چار دېوال کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و، چې مقتول محمد قسیم ولد نظر الدين ولديت ملا عبدالرحیم چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سليم چار دېوال کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و په ۱۲/۱۰/۱۴۰۰ ھ ش نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و.

دغه دواړه موضوعات د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په بېل_بېل ډول په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شول، چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکمونه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې کړل شول. د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله لخوا هم د دغو موضوعاتو په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه، چې په نهایه کې په قاتلينو باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغو حکمونو د تطبیق لپاره د هیواد سترې محكمې ته هدایت و شو، چې دغه د قصاص حکمونه نن پنج شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د غزني ولایت په مرکز د علي لالا د کلي په فوټبال سټيډيم کې د هیواد والو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هیواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني صاحب په هدایت د سترې محکمې د مرکزي تميز اړوند د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتيق الله دروېش صاحب په مشرۍ، د جزا دېوان د مفتي مولوي عبدالحی (شاکر) او د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحيم راشد په ملتیا يو پلاوی لېږل شوی و.

په دې غونډه کې د غزني ولایت د مرافعه محکمې رئيس مفتي عبدالرحمن عزيزي، د غزني ولایت د دېوان جزا رئيس مولوي محمد مبين الطاف، د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امين عمري، د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي عبدالکریم حقاني، د غزني مرستيال والي مولوي رحیم الله محمود،  د غزني امنيه قوماندان مولوي محمد عالم مخدوم، ګڼ شمېر نورو مسؤولينو او په زيات تعداد عامو هيوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقوقو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه او غونډه د قاتلينو په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۲:۴
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

 د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررینو، تحریراتو آمر او د امنیتي قطعې د مسؤولينو په ګډون په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۷:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ماتحت محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) سپارښتنې شریکې کړې

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون په ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۸۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱). . .

بیا په خبرونو کی