د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د لغمان او ننګرهار ولایتونو د قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۴۳
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د لغمان او ننګرهار ولایتونو د قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د روان هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه لغمان او ننګرهار ولایتونو ته د سفر پر مهال د يادو ولايتونو د ټولو قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل.
د دې سفر او ليدنو موخه د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لا تقویه وه، په يادو ليدنو کې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس وویل، یوازینی نظام چې د انسانانو او ان ټولو ژوندیو موجوداتو حقوق په کې خوندي دي، اسلامي نظام دی، د دې نظام د پایښت او ساتنې لپاره کار کول زموږ ټولو مسؤولیت دی.
په ياده ليدنه کې محترم مفتي (دروېش) د قضائي، ملکي او نظامي ادارو ترمنځ پر لا ښه همغږۍ، د فساد پر وړاندې پر مبارزې، د جرایمو په مخنیوي او دغه راز د حکومت او ولس ترمنځ په باور رامنځته کولو ټینګار وکړ او له مسؤولینو یې وغوښتل چې د خپلو دندو د لایحو مطابق مسؤولیتونه ترسره کړي.
د ليدنو په وروستيو کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو مسؤولینو راغلي پلاوي ته په پورته یادو شویو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته یې کړه، دلته د محاکمو، ملکي او نظامي ادارو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده، د شرعي نظام او د اسلامي امارت د مشرتابه ټول فرمانونه په ښه ډول پلي کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی