د کونړ د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د نورګل ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۴:۱۷
د کونړ د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د نورګل ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم حاجي مولوي عزیز الرحمن (حقاني) او د کونړ د ښاري محکمې رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) په ۲۱ /۶ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په پيل کې د نورګل ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئیس مولوي امانت الله یاد پلاوي ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د يادې ولسوالۍ د قضائي او اداري اجراآتو له ليدنې تر څنګ په یو لړ قضائي اجراآتو مفصلې خبرې او د یو شمېر اجراآتو په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام ياد پلاوي د ابتدائیه محکمې د حقوقو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه، د ياد مدیریت چارې يې له نږدې وکتلې، په ادارو کې د شته ستونزو د حل په موخه يې د ابتدائیه محکمې له رئیس سره هر اړخیزې خبرې وکړې؛ دغه راز یې په دې برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز د کونړ د مرافعه محکمې رئيس وويل، زموږ دغه سفرونه د محاکمو په اجراآتو کې د شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنې په معنا دي.
نوموړي زياته کړه، راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو د څارنې او هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه خپلو سفرونو ته دوام ورکوو، ترڅو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه ترسره شي.
د ليدنې په  پای کې د مرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ په پابندۍ، قضایاوو ته پر وخت رسېدنه، د مراجعینو سره په ښه سلوک او په اجراآتو کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په کابل ولايت کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او چهارآسياب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان ۱۴۴۷هـ ق د صفرالمظفر میاشتې په ۲۰مه او ۲۲ مه نېټه، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) چې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس الحاج مولوي عبدالقیوم (صاحب زاده)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د جزا او عامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰. . .

بیا په خبرونو کی